امنیت او پېښېدوهم سرلیکمهم خبرونه

د اسوشیتدپرس افشاګر راپور: رحمان‌الله لکنوال له برید مخکې له رواني ستونزو سره مخ و

د اسوشیتدپرس خبری آژانس د یکشنبې په ورځ، د نومبر پر ۳۰مه راپور ورکړی چې د افغانستان پناه‌ غوښتونکی رحمان‌الله لکنوال، چې د سپینې ماڼۍ ته نژدې د دوه امریکايي ملي ګارد سرتېرو پر ډزو تورن شوی، له دغه برید مخکې له جدي رواني او رفتاري ستونزو سره مخ و.

د افشا شویو ایمیلونو پر بنسټ، لکنوال له پخوا نه دندې نه‌شوای ساتلی او وخت ناوخت‌ به یې اوږدې انزواوې تېرولې. دا رفتاري ستونزې د هغه نږدې کسانو ته اندېښنې پیدا کړې وې.

راپور زیاتوي، یو ټولنیز فعال چې په واشنګټن کې له افغان پناه‌ غوښتونکو کورنیو سره کار کوي، د لکنوال د احتمالي ځان‌ وژنې له وېرې، له یوه پناه‌ غوښتونکو ته د مرستې ورکولو سازمان سره اړیکه نیولې وه.

اوس افشا شوي ایمیلونه ښيي چې څو میاشتې له برید مخکې، د دغه پناه‌ غوښتونکي رواني وضعیت په اړه مشخصې خبرتیاوې ورکړل شوې وې.

تیره چهارشنبه، د سپینې ماڼۍ نږدې ډزو کې دوه تنه د امریکا د ملي ګارد غړي ټپیان شول. سارا بکتسروم، چې یوازې ۲۰ کلنه وه، بله ورځ مړه شوه. اندرو ولف، چې ۲۴ کلن دی، لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

سره له دې چې د برید عامل نیول شوی، امریکايي چارواکي وایي چې د پېښې د اصلي انګیزې معلومولو پلټنې لاهم روانې دي.

دا پېښه یو ځل بیا دا پوښتنې راپورته کړې چې ولې د پناه‌ غوښتونکو د رواني وضعیت مدیریت ته پاملرنه نه ده شوې او ولې له مخکې ورکړل شويو خبرتیاوو سره بې‌پروايي شوې ده.

خو د طالبانو اداره، چې له سختدریځې او سرکوب‌ګرې تګلارې سره یې د جبري مهاجرتونو لړۍ پیل کړې، د داسې فاجعو پر وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نه مني، او له هغو بنسټیزو ستونزو سره بې‌پروایي کوي، چې افغان اتباع یې په مهاجرت کې له ذهني او رواني کړاوونو سره مخ کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button