امنیت او پېښېدوهم سرلیک

طالبانو د ایران نه تازه راوستلی ځوان په مزارشریف کې وژلی

د طالبانو ادارې پورې تړلو وسله‌والو په بلخ ولایت کې یو باشنده، چې تازه له ایران څخه شړل شوی و، وژلی دی. دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د قوس میاشتې په شپږمه نېټه، د مزارشریف ښار د علي‌آباد په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، ځایي سرچینې وایي وژل شوی کس علي‌خان اکبري نومیده او له څو کلونو مهاجرت وروسته، تازه له خپلې کورنۍ سره یوځای له ایران څخه اخراج شوی او هېواد ته راستانه شوی و. هغه له دې سره سم د مزارشریف ښار کې د خپلې کورنۍ سره میشت شوی و.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو علي‌خان بې له دې چې کوم دلیل یا تور وړاندې کړي، د ده د استوګنې کور مخې ته په ډزو وژلی دی. عیني شاهدان دا هم ویلي چې دا وژنه مستقیمه او ناڅاپي ترسره شوې.

ځایي سرچینې دا هم وایي چې علی‌خان مخکې هم د طالبانو د تاوتریخوالي قرباني شوی و. درې کاله وړاندې، د هغه یو شمېر خپلوان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، د دایکندي ولایت د سیوک-شیبر په سیمه کې د طالبانو له خوا وژل شوي وو.

د طالبانو ادارې لخوا د تاوتریخوالي دوام او بې‌دلیله وژنې، د هېواد د اوسېدونکو، په ځانګړي ډول راستنو شویو کسانو، د امنیت او خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړي دي او د جګړې د پاتې شویو کورنیو زخمونه یې لا ژور کړي دي. سره له دې چې د طالبانو تر واک لاندې د بشر حقونو د سرغړونو ګڼ شمېر پېښې ثبت شوې دي، خو تر اوسه د دوی د حساب ورکوونې لپاره کوم مؤثر میکانیزم شتون نه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button