مهم خبرونهنړیوال

الپائیس: اروپایي اتحادیه د نړیوال موقف د له‌لاس‌هېدلو له ګواښ سره مخ ده

د هسپانیا مشهوره ورځپاڼه «ال‌پائیس» خبرداری ورکړی چې اروپایي اتحادیه د دې له امله چې د امریکا د فشارونو په وړاندې، په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې، د مقاومت توان نه لري، د خپل نړیوال جیوپولیټیک موقف د له‌لاس‌هېدلو له ګواښ سره مخ ده.

په یوه وروستي راپور کې چې دغه ورځپاڼې خپور کړی، ویل شوي چې بروکسل د خپلو کورنیو امنیتي او ثباتي اندېښنو له امله سخت اندېښمن دی او د واشنګټن د اقتصادي ګواښونو، په ځانګړي توګه د نوو ګمرکي تعرفو د وضع کولو په وړاندې، اغېزمن غبرګون نه دی ښودلی. د دې رسنۍ په باور، دغه بې‌حده وېره لامل شوې چې د اروپایي اتحادیې د تصمیم نیولو جوړښت تقریباً فلج شي.

ال‌پائیس لیکلي، د امریکا هڅې چې غواړي د ټرمپ تر مشرۍ لاندې پر اروپا خپل اقتصادي او ډیجیټلي پالیسۍ وتپي، د هغو فزاینده فشارونو یوه بېلګه ده چې کولای شي د اروپا خپلواکي کمزورې کړي. د دې ورځپاڼې له نظره، د اروپایي کمیسیون اداره هم په دې حالت کې ناکامه پاتې شوې.

راپور خبرداری ورکوي که دا بې‌عملي دوام پیدا کړي، اروپایي اتحادیه به خپل موقف د یوه مهم نړیوال لوبغاړي په توګه له لاسه ورکړي. د بروکسل ناتواني په دې برخه کې چې د اوکراین د سولې خبرو اترو مدیریت وکړي، د دې اتحادیې د ژور ضعف یوه بله نښه ګڼل شوې ده.

د راپور په پای کې ټینګار شوی، که اروپا غواړي خپل ستراتیژیک نقش وساتي، نو باید ژر، همغږي او خپلواکه تصمیمونه ونیسي ترڅو د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې ودریږي او د نړیوالې سټېج څخه د شاتګ مخه ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button