د طالبانو له ادارې د ترانسپورت او پانګونې امنیت په اړه د سوداګرو نیوکه

یوشمېر ملي سوداګر او د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي له مولوي عبدالسلام حنفي، د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال، سره په یوه کتنه کې د اقتصادي ننګونو او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ستونزو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.
سوداګرو ټینګار کړی چې د ژوند او مال امنیت، د پانګونې د روان بهیر اسانتیاوې او د یوه خوندي اقتصادي چاپېریال برابرول، د دوی اساسي اړتیاوې دي. دوی همداراز له طالبانو غوښتنه وکړه چې د تجارتي مالونو د لېږد او د ترانسپورتي حالت د ښه والي لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.
د سوداګرو په باور، د ترانسپورت په زیربناوو کې کمزوري نه یوازې د لګښتونو سبب شوې، بلکې د کورنیو او بهرنیو راکړو ورکړو بهیر یې هم ورو کړی او د پانګهوالو لیوالتیا یې راکمه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د دغو غوښتنو په ځواب کې وویل چې پانګهوال د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره مهم رول لري. نوموړي ډاډ ورکړ چې د طالبانو اداره چمتو ده چې د تولیدي فابریکو، صادراتو او کانونو د استخراج په شان برخو کې د پانګونې ملاتړ وکړي.
سره له دې چې د طالبانو چارواکي د پانګونې لپاره د مناسب فرصت خبرې کوي، خو ګڼ شمېر اقتصادي فعالان د دوامدارې ناامنۍ، د اقتصادي قوانینو د نه روڼوالي او د خصوصي سکتور د نه دوامدار ملاتړ له امله اندېښنه لري. تر هغمهاله چې طالبانو دا خنډونه حل نه کړي، پانګهوال به د هېواد اقتصادي برخه ته په شکمن نظر ګوري.




