دوهم سرلیکمهم خبرونه

پاکستان يو بل افغان خبريال نيولی دی

سيمه‌ييزو سرچينو د اسلام‌اباد څخه خبر ورکړی چې د پاکستان پوليسو د يک‌شنبې په ورځ، د قوس نهمه نېټه، افغان خبريال هامون خموش د اسلام‌اباد ښار د B-17 سيمې څخه نيولی دی. ويل کېږي چې دغه نيونه د افغان کډوالو پر ضد د پوليسو د پراخ عمليات په ترڅ کې تر سره شوې ده.

سرچينو آمو خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې پوليسو د دغه عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر افغان کډوال نيولي دي، خو د نيول شويو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه افغان خبريال د نيولو د علت او اوسني وضعيت په اړه څه نه دي ويلي. د مسؤلو چارواکو دا چُپتيا د پاکستان مېشتو افغان خبريالانو د امنيت او حقوقي وضعيت په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اونيو کې د پاکستان پوليسو له لوري د افغان کډوالو، په ځانګړي ډول خبريالانو او رسنيزو فعالانو سره چلند سخت شوی دی. د بشري حقونو د دفاع ادارې او رسنۍ څو ځله د پاکستان د امنيتي ادارو له لوري د افغان خبريالانو د سانسور، ګواښلو او نيولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

له هغه وخته چې طالبانو بيا پر افغانستان واکمن شوي، د دې ډلې له خوا د خبريالانو د ساتنې او ملاتړ نشتوالي له کبله ډېر خبريالان اړ شوي چې له هېواده وتښتي. په ګاونډيو هېوادونو کې پر افغان پناه‌ غوښتونکو خبريالانو فشارونه زيات شوي، چې دا د رسنيو د آزادۍ او د افغان خبريالانو د ژوند خونديتوب لپاره يو نوی ګواښ ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button