ټولنه‌یزمهم خبرونه

په افغانستان کې د ښځو ملاتړو بنسټونو سره د محدوديتونو سربېره خپل فعالیت ته دوام ورکړی

په افغانستان کې د ښځو مدار بنسټونه سره له دې چې له سختو مالي ستونزو، د تګ راتګ محدوديتونو او امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي، لا هم خپلې هڅې د تاوتريخوالي ښکار ښځو د ملاتړ لپاره جاري ساتلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دفتر (UN Women) ويلي، دغه بنسټونه د تاوتريخوالي سره مخ يا د خطر سره مخامخو ښځو د ملاتړ لپاره، د موجودو دوه چنده خنډونو باوجود، خپل فعالیتونه دوامدار ساتلي دي. دا هڅې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکو بنسټونو لپاره کاري فضا ډېره محدوده کړې ده.

د «د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر ضد د ۱۶ ورځني کمپاین» د پېلېدو په درشل کې، د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د دغسې بنسټونو د پیاوړتیا او دوام لپاره جدي پانګونه وکړي. دغه کلنی کمپاین له ۲۵ نومبره تر ۱۰ دسمبر پورې ترسره کېږي، چې موخه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې بيداري او بسیج کول دي.

طالبانو له واک ترلاسه کولو را وروسته، ښځې د ټولنیزو او کاري فعالیتونو له ډيرو برخو ایستلي او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یې په مدني فعالیتونو سخت محدوديتونه وضع کړي دي. دا اقدامات د نړیوالو په کچه پراخ غبرګونونه راپارولي، خو تر اوسه د طالبانو د حکومت په پالیسیو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button