نړیوال

ماچادو د کارائیب سمندر کې د امریکا له بریدونو ملاتړ وکړ

ماریا کورینا ماچادو، چې د وینزویلا د مخالف حرکت مشره ده، په تازه څرګندونو کې د امریکا د پوځ له هغو پوځي بریدونو ملاتړ کړی، چې د هغوی د ادعا له مخې، د نشه‌یي موادو لېږدونکو کښتيو پر وړاندې د کارائیب په سمندر کې ترسره شوي دي.

ماچادو چې تازه د نوبل د سولې جایزه یې ترلاسه کړې، له بلومبرګ خبري شبکې سره په یوه پادکست کې ویلي، نړیواله ټولنه کلونه په لاتینې امریکا کې د مخدره موادو قاچاق او اړوندو مجرمانه فعالیتونو پر وړاندې چُپ پاتې وه، او اوس وخت رسېدلی چې د قاچاقبرو کارټلونو مالي سرچینې بندې شي.

نوموړې د امریکا د وروستیو پوځي عملیاتو په اړه چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې چارواکو په وینا د لسګونو مشکوکو کسانو د وژل کېدو لامل شوي، ټینګار وکړ: “اصلي هدف د خلکو ژغورنه ده، او دا مسؤولیت د نیکولاس مادورو پر غاړه دی.”

په دې تازه عملیاتو کې، د امریکا د دفاع وزارت ویلي، یوه کښتی چې له نشه‌یي موادو سره تړلو ترهګرو یې ګومان کېده، په نښه شوې ده. د ټرمپ د ادارې په وینا، د دغو عملیاتو قربانیان ۶۱ تنه ته رسېږي.

سره له دې چې په دغو بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي، ماچادو د امریکا د مستقیم رول پر ځای، د وینزویلا اوسنی ولسمشر او ورسره تړلي چارواکي ملامت کړي او ترې یې غوښتي چې د مخدره موادو د کارټلونو فعالیتونه بند کړي.

ماچادو همداراز ویلي، له لوړ پوړو امریکايي چارواکو سره یې منظم تماسونه لري، چې پکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم شامل دی، او زیاته کړې یې ده: “اوس مهال یو بې‌رحمه جګړه روانه ده.”

هغې د مادورو حکومت یوه عادي دیکتاتوري نه، بلکې د هغې شبکې برخه ګڼلې چې نوموړې یې “د نشه‌یي موادو تروریزم جوړښت” بولي، او وویل چې د وینزویلا خاوره او ملي منابع د جنایي شبکو لاس ته ورغلي دي.

دغه څرګندونې داسې مهال شوي، چې بې‌محکمې او له بشري حقونو څخه پرته پوځي بریدونه پراخ نړیوال انتقادونه راپارولي دي، خو ماچادو د دغو اقداماتو قاطع ملاتړ کړی، چې دا کار د هغې د دموکراتیکو او انساني اصولو پر وړاندې وفادارۍ پوښتنې راپورته کړي دي.

هغې په پای کې ټینګار وکړ چې د وینزویلا روان وضعیت ته یوازنۍ حللاره د فشار لوړول او نظامي اقدام دی؛ یوه لاره چې ښايي شخړې کمې نه، بلکې زیاتې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button