په کندهار کې د فارسي ژبې او هویت ساتنې ته ولې زیات مسؤلیت احساسوم؟

په ماشومتوب کې مې د کندهار له خپل عمره پښتنو دوستانو سره د «محمد نبي فارسيوان» په نوم شهرت درلود، چې دا پسوند یا وروستی نوم راته خوښ و. زما بشپړ نوم محمد نبی دی، خو په مجازي فضا کې دوستان ماته محمد وايي. فارسيوان د «فارسيزبان» یا «پارسيزبان» یوه بله بڼه ده. د کندهار شیعه وګړي له پخوا راهیسې د «فارسيزبان» یا «فارسيوان» په نوم پېژندل کېږي. څو کاله وړاندې مې پخپل یوه لیک کې ولیکل چې د کندهار فارسيزبانان له ساداتو، قزلباشانو، تاجیکانو، هزارهګانو، بلوچانو او یو شمېر نورو ټولنیزو ډلو څخه جوړ دي؛ دا ټول خلک د شیعه مذهب، فارسي ژبې او ګډو دودونو له کبله یو ګډ قومي-ټولنیز ګروپ جوړوي.
شاوخوا دوه پېړۍ وړاندې “منشي عبدالکریم علوي” چې د برصغیر د لیکوالانو له ډلې و، په خپل کتاب “محاربه کابل و قندهار” کې د کندهار دوه ټولنیزې ډلې “قوم فارسيوان” او “قوم افغان” یادې کړې دي. هغه د کتاب په برخه کې چې له ۱۴مې پاڼې پیلېږي، د کندهار د فارسيزبانانو مذهبي، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي وضعیت بیان کړی. دا کتاب په هند کې په ۱۲۶۷ هجري قمري کال (۱۸۵۰ز) چاپ شوی. منشي عبدالکریم پدې باور و چې د کندهار فارسيوانان یو ځان ته قوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې هم «فارسيوان» بلل شوي.
نن هم د کندهار فارسيزبانان د «فارسيوان» یا «فارسيزبان» په نوم پېژندل کېږي. دا خلک یوازې دا نه چې فارسي خبرې کوي، بلکې دا ژبه د دوی قومي او ټولنیز هویت هم جوړوي. بله معنا دا چې فارسي ژبه اوس د دوی لپاره یوازې یوه ژبه نه، بلکې یو صفت هم دی.
د همدې لپاره، د «فارسي ژبې» د نوم بدلول یا دا ژبه د «دري ژبې» په نوم یادول، نه یوازې دا چې علمي، تاریخي یا ټولنپوهنیز بنسټ نه لري او یو سیاسي عمل دی، بلکې دا کار د کندهار د یوه لوی ټولنیز-قومي ګروپ پر هویت هم مستقیم اغېز لري.
نو ځکه، زه د کندهار د فارسيزبانې ټولنې غړی په توګه، نه یوازې د دې لپاره چې فارسي زما مورنۍ ژبه ده، بلکې ځکه هم چې دا ژبه زما د قومي او ټولنیز هویت برخه ده، د دې ژبې د خوندیتوب او ساتنې لپاره ځان ډېر مسؤل احساسوم. دا د هغه پوښتنې ځواب دی چې د یادښت په پیل کې د سرلیک په ډول مطرح شوې وه. واقعاً، ما او فارسي ژبې یو له بله نه بېلېدونکې اړیکه لري؛ دا ژبه زما صفت دی او زه د دې موصوف. هر ډول جلاوالی یا بدلون پدې اړیکه کې، زما د ټولنیز هویت ناورین او مسخه کولو ته لار پرانیزي.
دغه خبره د پښتو ژبې په اړه هم صدق کوي. په تاریخي منابعو کې د پښتو ژبې بل نوم «روه» ښودل شوی، خو که څوک وغواړي، له کوم سیاسي یا بل هدفه سره، د پښتو نوم بدل کړي او «ژبه روه» یې وبولي، دا نه علمي بنسټ لري او نه ټولنپوهنیز ارزښت. ځکه پښتو د پښتنو لپاره یوه راسخه او منل شوې ژبه ده او د بېاساسه پلمو له مخې نه شي کېدای چې دغه نوم بدل شي.
په هر حال، زه یواځې نه یم. هر څوک چې خپل هویت، مورنۍ ژبه او ټولنیز ارزښتونه خوښوي، د هغوی د دفاع احساس لري. خو دا دفاع باید د نورو قومونو، ژبو او کلتورونو د سپکاوي، تعصب یا ځانلوړونې سبب نه شي، کنه دا بیا له فخر، تکبر او منفور قومي احساساتو سره برابر عمل ګڼل کېږي.




