په بدخشان کې د «میر فضلالله» لېسه د مشکوک اورلګېدنې ښکار شوه

د بدخشان ولایت د کشم ښار په زړه کې موقعیت لرونکې «میر فضلالله» لېسه د پنجشنبې په ماښام له یوې مشکوکې اورلګېدنې سره مخ شوې ده. د سیمې اوسېدونکي چې له آمو تلویزیون سره یې خبرې کړې دي وایي، نامعلومو کسانو دا مکتب سوځولی دی.
دغه لېسه د طالبانو د ادارې د پولیسو قوماندانۍ ته نږدې موقعیت لري، خو سره له دې نږدیوالي لا هم د پېښې عاملین نهدي پېژندل شوي.
ځايي سرچینو تأیید کړې چې د ښوونځي اصلي ودانۍ او درسي صنفونه سخت زیانمن شوي او ډېر شمېر درسي توکي له منځه تللي دي. که څه هم یو شمېر اوسېدونکو په ډېرو هڅو توانېدلي چې یو څه وسایل له اور نه وژغوري او تر شاوخوا دوو ساعتونو وروسته اور مهار کړی شوی دی.
د طالبانو ادارې تر اوسه پورې د دې پېښې په تړاو رسمي غبرګون نهدی ښودلی. د سیمهییزو مسؤلینو بېپاملرنه او نهځواب ویلو د کشم د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي او د بدخشان په ښوونیزو مرکزونو د امنیت په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.
په افغانستان کې په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې پر ښوونیزو بنسټونو پرلهپسې بریدونه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر تعلیم اوږدمهاله اغېزې لري. د طالبانو د ادارې چوپتیا په داسې پېښو کې، د ټولنې د بنسټیزو نهادونو د امنیت په تأمین کې د دوی پر وړتیا د عامو خلکو باور له ننګونو سره مخ کړی دی.
دا لومړی ځل نهدی چې ښوونیز مرکزونه د زیاتېدونکو ناامنیو په ترڅ کې د خرابکاري بریدونو سره مخ کېږي. خو دا چې یو مکتب د طالبانو د ادارې د امنیتي حریم دننه، داسې بېدفاع وسوزول شي، دا د یادې ادارې د امنیتي ځواکونو د حضور او اغېزمنتیا په اړه نوې پوښتنې راپورته کړي دي.




