مولانا فضلالرحمن: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پاليسي ناکامه ده

د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضلالرحمن يو ځل بيا د خپل هېواد د افغانستان پر وړاندې پر تګلارو سختې نيوکې کړې او هغه يې «ويرانکوونکي او بېاثر» بللي، چې د تېرو ۴۵ کلونو راهيسې يې هيڅ پايله نه ده لرلې.
نوموړي چې له پاکستاني سوداګرو سره يې خبرې کولې، خبرداری ورکړ، چې د دغو پاليسيو دوام نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته زيان رسولی، بلکې د سيمې ثبات يې هم له ګواښ سره مخ کړی دی. دغه سوداګر د افغانستان سره د سوداګرۍ د بېرته پيلېدو لپاره د مولانا سره ليدو ته ورغلي وو.
هغه زياته کړه، چې د ضیاءالحق او پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال پاکستان د افغانستان له کړکېچه مالي ګټه واخيسته او د ده په وينا «د افغانستان د ولس له ملاتړ څخه په استفادې سره يې ډالرونه خپل جيب ته واچول». نوموړي د پاکستان اوسنی حالت هم «ناوړه او زيانمن کېدونکی» ياد کړ.
که څه هم د طالبانو اداره له پاکستاني واکمنۍ د قدرت له يوې برخې سره نژدې اړيکي لري، خو له پاکستانه د دننه د نيوکو يو ډلهييز بهير ښيي، چې حتا د دغه هېواد مذهبي او سياسي څېرې هم د اسلامآباد روانه تګلاره د بحران رامنځته کوونکې بولي.




