د امریکا کانګریس د افغان کډوالو د نه څېړنې په اړه بیا خبرداری ورکړی

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یو ځل بیا په افغانستان کې د کابل له سقوط وروسته دغه هېواد ته د انتقال شوېو افغان وګړو هویت ته د نهپاملرنې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په دې تازه راپور کې ویل شوي چې د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د وتنې پروسې پر مهال، د امریکا ادارې ډېری هغه افغانان چې دغه هېواد ته انتقال شوي، په سمه توګه نهدي پېژندلي او نهیې د هغوی بایومتریک معلومات ثبت کړي دي.
د کمېټې د موندنو له مخې، یو ډېر شمېر کسان له دې پرته چې د هویت پېژندنې، بایومتریک ارزونې او نورو معمول امنیتي پړاوونو څخه تېر شي، امریکا ته انتقال شوي دي. دا ډول سهلانګاري د امریکا د کورني امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
که څه هم د افغانانو د تخلیې موخه د هغو کسانو ژغورنه وه چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، خو د هغې د تطبیق څرنګوالي او د افرادو د شالید د ارزونې لپاره د شفاف میکانیزم نشتوالی اوس له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
د طالبانو لهخوا د افغانستان له نیولو راهیسې، دا اداره د ګڼو ګډوډیو، تاوتریخوالي او د بهرنیو ادارو له پخوانیو همکارانو سره د فشار لامل شوې، چې ډېری کسان یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.
بشري حقونو سره تړلو بنسټونو هم تل د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د منلو په بهیر کې د شفافیت پر اړتیا ټینګار کړی. دغه نوی راپور د امریکا د کډوالۍ او امنیتي سیاستونو د بیاکتنې پر اړتیا هم ټینګار کوي.




