سياستمهم خبرونه

امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له دیپلومات سره مخه ښه وکړه

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر او مستشار جینک اونال سره د مخه‌ښې لیدنه وکړه او له نوموړي سره یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د پراخېدو په اړه خبرې وکړې.

متقي په دې لیدنه کې د جینک اونال له خدمتونو مننه وکړه او د هغه د ماموريت پر مهال يې د ترکیې رول ته په سيمه‌ييزو اړیکو او د دواړو ملتونو ترمنځ پر تاریخي پیوندونو ټینګار وکړ. نوموړي ياد ترک ديپلومات ته په راتلونکو ماموريتونو کې د بريا هیله څرګنده کړه.

جینک اونال وویل چې په افغانستان کې یې خپله ماموريت د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره کړی او د بېلابېلو کچو همکاريو څخه يې خوښي وښوده.

دغه شان لیدنې د طالبانو له خوا، چې تر اوسه يې نړيواله مشروعيت تر پوښتنې لاندې دی، په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سيمې او نړۍ ګڼ هېوادونه د دوی د چلند، په ځانګړي ډول د بشري حقونو، د نجونو زده‌کړو او ټول‌ګډون سیاسي بهیر په برخه کې اندېښنه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button