ټولنه‌یزمهم خبرونه

اروپايي اتحادیې له افغان زده کوونکو نجونو سره د زده کړو ملاتړ اعلان کړ

اروپايي اتحادیې د «د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته رسولو» نړیوالې ۱۶ ورځنۍ کمپاین په لړ کې، د افغانستان د نجونو او ښځو د زده کړو له دوامداره ملاتړ سره خپله ژمنتیا څرګنده کړې ده.

دغه اروپایي اداره چې د «نړۍ ته نارنجي رنګ ورکړئ» نړیوال کمپاین کې برخه اخیستې، ویلي چې زده کړه د هرچا لپاره، په تېره بیا د افغان نجونو او ښځو لپاره، د زیان‌منتیا د کمولو او د باثباته، له تاوتریخوالي څخه د لرې راتلونکي جوړولو کلید دی.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د افغانستان د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو تعلیم په ټول هېواد کې منع اعلان کړی، چې اروپایي اتحادیه یې د اندېښنې وړ حالت بللی او د افغان ښځو لپاره د بنسټیزو تعلیمي حقونو د بیا اعادې غوښتنه یې کړې.

د ښځو د حقونو فعالانو او نړیوالې ټولنې څو ځلې د طالبانو ددې ورځ تربلې ډېرېدونکو محدودیتونو غندنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې نجونو ته دې ژر تر ژره بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button