مهم خبرونهنړیوال

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ناټو له غونډې ګډون ونه کړ

ښوې سرچينې وايي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو غواړي په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې ګډون ونه کړي. دا ناسته د دسمبر په دریمه نېټه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مرکز کې ترسره کېږي.

د دې پرېکړې دقيق دليل تراوسه روښانه نه دی، خو سرچينې وايي چې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال، کریستوفر لاندو، به د دغه هېواد استازيتوب په يادې غونډې کې وکړي.

نړېوالو خبري آژانسونو لکه رویټرز راپور ورکړی چې د مارکو روبیو کاري پروګرام تر اوسه نهايي شوی نه دی او امکان لري چې هغه په وروستیو شېبو کې خپله پرېکړه بدله کړي.

د امريکا د لوړپوړي ډيپلومات نه‌ګډون په دې مهمه ناسته کې داسې مهال رامنځته کېږي چې په نړيواله کچه د امنیتي همکاریو، په ځانګړې توګه له بحران ځپلو هېوادونو لکه افغانستان سره، د واشنګټن رول او دريځ خورا ارزښت لري. دا وروستۍ پرېکړه ښايي له طالبانو سره د امريکا په ديپلوماتيکو اړيکو باندې هم اغېز ولري؛ په ځانګړې توګه ځکه چې طالبان هڅه کوي نړيواله سياسي مشروعيت ترلاسه کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button