اسرائیل خپل پوځی تګلاره د سوریې پر وړاندې بدله کوي

د اسرائیلو رژيم پورې تړلو خبري سرچینو راپور ورکړی چې دغه هېواد غواړي خپله نظامي تګلاره د سوریې په اړه اساسي توګه بدله کړي او ښایي تر دې وروسته د ځمکنیو عملیاتو او میداني نیونو پر ځای د هوايي ترورونو تمرکز ډېر کړي.
دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې اسرائیلي ځواکونو پرون پراخ هوايي بریدونه په دمشق ته څېرمه د بیت جن په سیمه ترسره کړل. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۲۰ سوریایان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي دي. همداراز ویل شوي چې شپږ تنه اسرائیلي سرتېري هم په دغو جګړو کې ټپیان شوي دي.
تر دې وړاندې هم اسرائیلي رژيم څو وارې د خپل هوايي ځواک له لارې د سوریې دننه بېلابېلې سیمې هدف ګرځولې وې، چې پر بنسټ یې پراخ بشري او زېربنایي زیانونه اوښتي دي.
بل لور ته، د جولان ځانمرسته سیمهيیز حکومت چې د سوریې په ځینو برخو کې فعالیت لري، تر اوسه پورې هېڅ دښمنانه اقدام د اسرائیلو پر وړاندې نه دی کړی او آن د دې رژیم سره یې د امنیتي او سیاسي همکاریو هیله څرګنده کړې. سره له دې همغږۍ، د اسرائیلو د تګلارې بدلون د سوریې په جبهو کې نوې درزونه رامنځته کړي دي.




