اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د کرنې وزیر د مسکو د حیواناتو روغتیا ناستې کې د پانګونې غوښتنه وکړه

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر، عطاالله عمري، د يوه پلاوي په مشرۍ د مسکو په “د حیواناتو روغتیا” نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ. نوموړي په دغه ناسته کې د افغانستان د مالدارۍ سکتور وضعیت اندېښمنوونکی وباله او د سیمې له هېوادونو یې وغوښتل چې د حیواني ناروغیو له کبله د هېواد د تولیداتو، د خلکو د معیشت او ملي اقتصاد ته جدي زیانونه رسېدلي دي.

عمري د سیمې له حکومتونو وغوښتل چې د حیواناتو د روغتیا د ښه‌والي او د مالدارۍ د پراختیا په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي. هغه ژمنه وکړه چې د طالبانو اداره به پانګوالو ته اړین سهولتونه برابر کړي، که څه هم په عمل کې ډیر پانګوال د سیاسي بې ثباتۍ او له واضحو قوانینو د نشتوالي له امله افغانستان ته له پانګونې ډډه کوي.

همداراز نوموړي د حیواني ناروغیو د پېژندنې، مخنیوي او مدیریت په برخو کې د علمي او تخنیکي همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ. خپلواکو کارپوهانو ويلي، تر هغه چې د علمي منابعو ته ازاد لاسرسی او له نړیوالو بنسټونو سره اړیکې موجودې نه وي، د افغانستان د مالدارۍ سکتور نه شي کولای چې د حیواني ساري ناروغیو پر وړاندې اغېزناک مبارزه وکړي.

د طالبانو د یاد چارواکي سفر روسیې ته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د مؤثرې ادارې نشتوالی، محدودې بهرنۍ اړیکې او نړیوال فشارونه د هېواد د اقتصاد او کرنې وضعیت ښه‌والي ته خنډونه جوړ کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button