طالبانو په کندز کې یو خپل سیمهییز قوماندان بندی کړی

په بدخشان کې ځايي سرچینې وایي چې طالبانو خپل یو سیمهییز قوماندان عبدالرحمان عمار هغه مهال بندي کړی، چې د طلا د یوه کان پر ملکیت شخړه راپورته شوه.
د جمعې په ورځ د قوس ۷، دې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا قوماندان د طالبانو ترمنځ د کانونو د کیندلو پر سر د ناندریو له امله لومړی قندهار ته لېږدول شوی وو. دغه انتقال د طالبانو د لوی درستیز رییس فصیحالدین فطرت او د ادارې د انسجام مرستیال سیفالدین تایب په منځګړتوب شوی وو.
سرچینې زیاتوي چې عبدالرحمان عمار ونه توانېد چې په قندهار کې د طالبانو له مشر هبتالله اخندزاده سره وویني، او وروسته د طالبانو نظامي محکمې ته په کندز کې احضار شو. له هغې وروسته دی نیول شوی او له شاوخوا یوه میاشت راهیسې په زندان کې دی.
سرچینو دا هم ویلي چې دغه قوماندان د فصیحالدین او امانالدین — چې په هلمند کې د طالبانو والی دی — د یو سازش ښکار شوی. د دوی په وینا، دغو دواړو طالب چارواکو د کانونو د استخراج په برخه کې خپلې شخصي ګټې تعقیب کړې؛ امانالدین له پروان ولایت د غوربند یوه اوسېدونکي سره د طلا په استخراج کې شریک دی، او فصیحالدین له چینایانو سره اقتصادي اړیکې لري.
په بدخشان کې ډېر طالب جنګیالي د فصیحالدین او امانالدین له کړنو ناخوښ دي او باور لري چې دا دواړه د خپلو شخصي ګټو لپاره له خپلو رسمي چوکیو ناوړه استفاده کوي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د بدخشان اوسېدونکي له طالبانو د کانونو د ډېرو چپاولونو او ناقانونه استخراجونو له زیاتوالي اندېښمن دي او د طبیعي منابعو د شفاف نظارت او حساب ورکولو غوښتنه کوي.




