مهم خبرونهنړیوال

پاپ لېو له ترکيې څخه خپل بهرنی سفر پيل کړ

پاپ لېو څوارلسم، د کاتوليکې کليسا مشر، نن چهارشنبه د قوس شپږمه، خپل رسمي بهرنۍ سفر له واتیکانه ترکيې ته پيل کړ. نوموړی لومړی انقرې ته ورسېد او هلته به له ترک لوړپوړو چارواکو، په ګډون د دغه هېواد له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره، ليدنې ولري.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې ترکيه چې يو عمدتاً مسلمان مېشته هېواد دی، د پاپ د لومړۍ بهرنۍ سفر د پيل لپاره غوره شوې؛ ترڅو د نيقيه شورا د اووه سوه کلن کاليزې نمانځنې ته درناوی وشي. دا شورا د ميلادي درېيمې پېړۍ په ۳۲۵ کال کې د اوسني ازنيک په تاريخي ښار کې ترسره شوې وه او د کليسا د مشرانو له لوري د نوموتې نيقيه عقيده/باورنامه پکې تصويب شوې وه.

د دې سفر په دوام کې، پاپ لېو به استنبول ته ولاړ شي او ټاکل شوې چې نن ماښام له پاتريارک بارتولوميو سره، چې د نړۍ د څه باندې ۲۶۰ میلیونه ارتودوکس عیسویانو معنوي مشر دی، وګوري. سبا به دواړه مذهبي مشران، ازنيک ته سفر وکړي؛ دا ښار د استنبول ختيځ ته ۱۴۰ کیلومتره لرې پروت دی او نيقيه شورا پکې جوړه شوې وه.

د واتیکان ادارې ويلي چې پاپ لېو، چې له ځان سره د ديپلوماتو، خبریالانو او طبي کارکوونکو یوه پلاوی لري، په ترکيه کې به د فرهنګي ځایونو ليدنه هم وکړي. همدا راز، دا به په خپله لومړنۍ بهرنۍ وينا هم د ترکيې په خاوره کې وړاندې کړي.

د واتیکان د ویاند په وینا، پاپ لېو به د راتلونکې یکشنبې په ورځ لبنان ته داخل شي. د خبري سرچینو په وینا، د نوموړي د لبنان سفر اصلي هدف په سیمه کې د سولې لپاره غږ پورته کول دي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د اسرائیل ځواکونو د بيروت سويل ضاحيه سيمه کې هوايي بریدونه وکړل.

په پام کې نیولو سره چې سیمه کې امنیتي وضعیت نازک دی، واتیکان د پاپ د لبنان سفر لپاره ځانګړې امنیتي تدابیر نیولي دي. دغه سفرونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې ګڼ شمېر بشري حقونو مدافع بنسټونه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د مذهبي اقلیتونو د آزادۍ محدودېدو په اړه خبرداری ورکړی او د دیني مشرانو ونډه د زغم او ګډ ژوند د پیاوړتیا لپاره اوس نور هم زیاته ارزښتناکه شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button