مهم خبرونهنړیوال

روسیه د امریکا د منځ‌واټن توغندیزو سیستمونو پر استقرار خبرداری ورکړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف ویلي چې که امریکا په بېلابېلو سیمو کې د منځ‌واټن موشکي سیستمونه ځای پر ځای کړي او د روسیې ګټې یې تهدید کړي، نو مسکو به داسې یو ګام ته پوځي او تخنیکي ځواب ورکړي.

ریابکوف دا څرګندونې د الجزیره له خوا خپاره شوې خبرو کې کړې دي او ټینګار یې کړی چې مسکو د واشنګټن د احتمالي اقداماتو په وړاندې پوره چمتووالی لري او هېڅ ډول امنیتي ګواښ نه پرېږدي چې بې ځوابه پاتې شي.

د ریابکوف په وینا، د روسیې او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه محدوده اړیکې لا هم روانې دي، او مسکو له «عادي او له بې ارزښته سیاسي لوبو» پرته مذاکراتو ملاتړ کوي، خاصتاً د اوکراین د قضیې په اړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا هم ویلي چې د امریکا د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف، روسیې ته خپل سفر پلان کړی او مسکو چمتو دی چې د هغه وړاندیزونو باندې چې د دې سفر پر مهال وړاندې کېږي، کار وکړي.

ریابکوف زیاته کړې چې یو شمېر اروپايي هېوادونه هڅه کوي چې د اوکراین د دوسیې په اړه د روسیې او امریکا ترمنځ د توافق پروسه ګډوډه کړي. نوموړي ټینګار کړی چې دا هېوادونه د خبرو ملاتړ نه کوي، خنډونه جوړوي او د پرمختګ د مخنیوي په موخه مداخله کوونکي اقدامات ترسره کوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي دي چې د اوکراین بحران لاهم د نړیوالو اړیکو پر وضعې اغېز لري. هر راز بدلون د امریکا او روسیې ترمنځ په پوځي توازن کې، کولای شي د نړیوالې امنیت لپاره جدي پایلې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button