د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

د واشنګټن ډزو وروسته، د افغان کډوالو پر وړاندې د سختو پالیسو پر ضد د بشري حقونو فعالانو اندېښنه

د واشنګټن ښار کې د وروستۍ ډزې په غبرګون کې، د بشري حقونو فعالانو یو ائتلاف د دغې پېښې احتمالي پایلو په اړه اندېښنه ښودلې او له امریکا غوښتنه کړې چې د کډوالو پر وړاندې، په ځانګړې توګه د افغان پناه‌ غوښتونکو پر ضد سخت او سیستماتیک سیاستونه غوره نه کړي.

دغه ائتلاف د پنجشنبې په ورځ (د قوس ۶مه) په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د افغان پناه‌ غوښتونکو دوسیو ته باید په عادلانه، شفاف او د بشري حقونو پر اصولو ولاړه توګه رسېدنه وشي. د دې ډلې په وینا، له کډوالو سره ناعادلانه چلند د مهاجرت بهیرونو قانونیت او امنیت ته زیان رسوي.

اعلامیه کې دا هم راغلي چې امریکا باید د ترهګریزو فعالیتونو او هغو بې‌ګناه افغانانو ترمنځ جدي او واضحه کرښه وباسي، چې د امنیت او انساني کرامت په موخه یې خپل هېواد پرې ایښی دی. د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د وروستي برید په څېر پېښې دا ښيي چې که د ترهګرۍ ریښې بنسټیزه له منځه یونه شي، نو اغېزې یې آن د لوېدیځو پایتختونو لکه واشنګټن کې هم محسوسېدلی شي.

دا ائتلاف په پای کې یو ځل بیا د امریکا پر نړیوالو مسئولیتونو، په تېره بیا د هغو افغانانو په اړه چې تېرو شلو کلونو کې یې له نړیوالو ځواکونو سره همکاري کړې، ټینګار کړی دی؛ هغه کسان چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته اړ شوي خپل هېواد پرېږدي او اوس د یوه خوندي او با‌عزته ژوند تمه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button