د سپینې ماڼۍ مخې ته ډزې کوونکی پخوانی CIA کارکوونکی و چې په افغانستان کې یې دنده لرله

امریکایي خبري سرچینو څرګنده کړې چې د سپینې ماڼۍ په شاوخوا کې د وروستیو ډزو مشکوک کس رحمانالله لکنوال نومېږي او هغه له وړاندې د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې (سی آی اې) سره په افغانستان کې همکاري لرله.
د فاکس نیوز د پنجشنبې په ورځ، د لیندۍ په شپږمه نېټه، راپور ورکړی چې لکنوال، چې د خوست ولایت ۲۹ کلن اوسېدونکی دی، مخکې له دې چې امریکا ته ولاړ شي، د «استقبال له متحدانو» د پروګرام په چوکاټ کې د قندهار ولایت له امریکایي امنیتي ځواکونو سره همکاري لرله او د CIA له استازو سره هم په تماس کې پاتې شوی و.
د راپور له مخې، نوموړی یو میاشت وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی حکومت نسکور شو، متحده ایالاتو ته داخل شو. ویل شوي چې لږ تر لږه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو د لېږد پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی و.
د امریکا لوړپوړو استخباراتي سرچینو فاکس نیوز ته ویلي چې د دې حملې انګېزه دا مهال د نړیوال ترورېزم د احتمال په توګه ارزول کېږي. دغه برید د لوېدیځ ویرجینیا د ملي ګارد دوو سرتېرو ته د ټپونو سبب شو، چې د روغتیايي حالت یې لا هم د اندېښنې وړ بلل شوی.
د دې پېښې وروسته د امریکا د مهاجرت ادارې په موقتي ډول د افغان وګړو د پناه غوښتنو د څېړلو پروسه ځنډولې ده؛ دا اقدام کولی شي زرګونه غوښتونکي اغېزمن کړي او د افغان پناه غوښتونکو سره د احتمالي تبعیضي چلن په اړه اندېښنې راپورته شوي دي.
طالبانو له واکمنېدو راهیسې سخت محدودوونکي سیاستونه غوره کړي، چې له امله یې زرګونه افغانان اړ شوي له هيواد څخه وتښتي. خو له افغانستانه بهر د دغو کسانو د منلو بهیر اوس له جدي ننګونو سره مخ دی. دا حالت د نړېوالې ټولنې پر وړاندې د افغان پناه غوښتونکو د مسوولیت او له افغانستانه د تیز وتلو پر پایلو، جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.




