د طالبانو د مهاجرینو وزارت سرپرست د ترکیې له سفیر سره د مخهخدایۍ لیدنه وکړه

د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، پرون د ترکیې له سفیر جنک اونال سره چې په کابل کې یې دنده پای ته رسېدلې، د مخهخدایۍ لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر د مهاجرینو وزارت له همکارۍ خوښي وښودله او د افغانانو له مېلمهنوازۍ یې قدرداني وکړه. ښاغلي اونال وویل چې د خپلې دندې پر مهال، د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ترانزیټ، سیاست او ټولګټو پروژو په برخو کې بېساری پرمختګ کړی دی.
اونال ټینګار وکړ چې د ترکیې دولت د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه یې کړې چې په نړیوالو غونډو کې نور هېوادونه هم د طالبانو له ادارې سره تعامل ته وهڅوي. هغه زیاته کړه چې ترکیه به لا هم د افغانستان لپاره د روغتیا، تعلیم او اقتصاد په برخو کې له بېلابېلو پروژو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د اسانولو په برخه کې د ترکیې او قطر له رول څخه مننه وکړه او د ترکیې ونډه یې د اسلامي نړۍ لپاره مهمه وبلله. هغه په ترکیه کې له افغان کډوالو سره د اصولي چلند پر اړتیا ټینګار وکړ او د ویزو د ورکړې بهیر یې د ناقانونه سفرونو د کمولو لپاره مهم ګام وباله.
د لیدنې په پای کې دواړو خواوو د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او دوام ټینګار وکړ، او مولوي عبدالکبیر د ترکیې سفیر ته په راتلونکو دندو کې د بریا هیله وکړه.




