د ناتو سرمنشي: د اوکراین جګړه ښایي ژر پای ته ورسېږي، خو د روسیې ګواښ به دوام ومومي

د ناتو سرمنشي مارک رُته ویلي، چې که څه هم د اوکراین جګړه ښایي تر ۲۰۲۵ پورې پای ته ورسېږي، خو د روسیې له لوري د اروپا پر وړاندې ګواښونه به لا هم ادامه ومومي. رُته دغه څرګندونې له هسپانوي ورځپاڼې الپائیس سره په یوې مرکې کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پوځي نښتې پای ته رسېدل یا د سولې یوه هوکړه حتمي دا معنا نه لري، چې له روسیې سره ستراتېژیک ګواښ له منځه تللی دی. د هغه په باور، مسکو به همداراز د اوږدمهاله امنیت لپاره په اروپا کې یوه جدي ستونزه پاتې وي. هغه ټینګار وکړ، چې هڅه باید په دقت او هوښیارۍ سره ترسره شي تر څو په قاره کې تلپاتې امنیت تامین شي.
رُته زیاته کړه، چې ناتو د اوکراین لپاره د دوامداره سولې د تامین هڅه کوي. نوموړي د امریکا د سولې د طرحې ځینې مادې د منلو وړ وبللې، خو وویل، چې ځینې برخې یې بیا بیاکتنې ته اړتیا لري. د نوموړي په وینا، دا مهال د اوکراین، متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې تر منځ مذاکرات روان دي.
له دې مخکې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سولې یوه ۲۸ مادهیزه طرحه وړاندې شوې وه، چې وروسته له دې چې د واشنګټن او کییف تر منځ خبرې تعقیب شوې، د طرحې ځینې موارد واخیستل شول او پر ځینو موضوعاتو اختلافات ختم شول. دغه بدلونونه د اروپايي متحدینو له انتقادونو وروسته رامنځته شوي دي.
د اوکرایني رسنیو د راپور له مخې، امریکايي او اوکرایني مذاکره کوونکي د طرحې پر ځینو امتیازاتو هوکړې ته رسېدلي او ټاکل شوې چې د اختلاف لرونکو مواردو په اړه به د ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر وولادیمیر زلنسکي تر منځ ناسته کې پرېکړه وشي.
له بلې خوا، د روسیې حکومت هم د سولې پر دغې ابتدايي طرحه غبرګون ښودلی دی. د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې دغه سند د خبرو اترو لپاره یوه مناسبه بنسټیزه طرحه ګڼل کېږي.
که څه هم د سولې خبرې روانې دي، خو ښکاره ده چې د روسیې ګواښ یوازې په اوکراین پورې محدود نه دی؛ دغه یو خطر دی، چې ناتو یې جدي بولي او د سطحي حللارو له لارې د مقابلې وړ نه ګڼي.




