امنیت او پېښېمهم خبرونه

پاکستان د يو ضد جنګي بېړۍ بالسټيک توغندی په بریاليتوب وازموه

د پاکستان پوځ ويلي چې د دې هېواد بحري ځواکونو يو ضد جنګي بېړۍ بالسټيک توغندی چې د کور دننه طرحه او جوړ شوی، په بریاليتوب وازموه. دا توغندی له يو جنګي بېړۍ څخه توغول شوی او و ټاکل شويو موخو ته یې په دقیقه توګه هدف ویشتلی دی.

د پاکستان پوځ په يوه رسمي اعلاميه کې ويلي چې دا تسليحاتي سيستم نه يوازې دا توان لري چې د بحري اهدافو پر ضد وکارول شي، بلکې د ځمکنيو اهدافو پر ضد هم کارېدلی شي. په دې سيستم کې د رهنمایۍ او ناوبري پرمختللې ټکنالوژي کارول شوې او دا د لوړ مانور وړتیا لري ترڅو له احتمالي ګواښونو سره مقابله وکولی شي.

د پاکستان پوځ دا ازموینه د خپلې نظامي وړتیا ننداره بولي او وايي چې دا کار د کورني ټکنالوژۍ د پرمختګ نښانه ده او دا د هېواد د وسلوالو ځواکونو ژمنه څرګندوي چې د ملي ګټو ساتنه کوي.

د پاکستان چارواکو ويلي چې دا لاسته راوړنې د وسله وال ځواک د دفاعي مخنيوي د وړتيا د لوړولو په هدف جدي هڅې دي.

دا پر داسې مهال ده چې مخکې، د روان کال د وږي مياشتې پر مهال، د پاکستان پوځ د «فاتح-۴» په نوم يو ۷۵۰ کیلومتره واټن لرونکی کروز توغندی هم په بریالیتوب سره وازمويه، چې هغه هم د کورني توليد يوه بېلګه وه. دا توغندی د ټيټ ارتفاع الوتنې ځانګړتيا لري چې هدف يې د هوايي دفاعي سيستمونو نه تېری دی.

د پاکستان او يو شمېر ګاونډيو هېوادونو – لکه طالبانو – ترمنځ د وروستيو کړکېچونو پر بنسټ، شنونکي باور لري چې اسلام‌اباد د دغو پوځي پروګرامونو پراخول هڅه کوي تر څو د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د مخنيوي ځواک پياوړی کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button