ټولنه‌یزمهم خبرونه

طالبانو په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د طالبانو ادارې په پاکستان کې د افغان پناه‌ غوښتونکو له شته وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې ده. د طالبانو سفارت چې په اسلام‌ آباد کې فعالیت کوي وایي، شاوخوا لس زره افغان کډوال دا مهال د پاکستان په بندخونو او توقیف ځایونو کې ساتل کېږي. د طالبانو د ادارې سفیر سردار احمد شکیب ویلي، د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر پراخ شوی او بشري حالت یې د اندېښنې وړ دی.

سردار احمد شکیب وړاندې وایي، له څه باندې درېیو اونیو راهیسې د دواړو هېوادونو مهم سرحدي دروازې لکه تورخم، چمن (بولدک) تړل شوي، چې دې کار د خلکو د تګ راتګ او اقتصادي تبادلو بهیر بشپړ درولی دی. د ده په وینا، د دغو بندیزونو له کبله زرګونه کسان له خپلو کورنیو سره د سرحدونو په اوږدو کې پر لویو لارو بې‌برخلیکه پاتې دي، او له خوړو، دوايي، سرپناه او پاکو اوبو سره د نه موجودیت له کبله سخت متاثره دي.

نوموړی وایي چې د لومړنیو امکاناتو د نه شتون له امله، په تېرو ورځو کې لږ تر لږه درې ماشومان او یوه ښځه د ژوند بایللو ته مجبور شوي. د طالبانو د سفیر په وینا، په پاکستان کې په ځانګړې توګه په پنجاب، سیالکوت، خوشاب او اټک سیمو کې نیول شوي کسان یوازې د پیسو په بدل کې آزادېږي، کوم چې د اندېښنې وړ وضعیت بلل کېږي.

طالبانو د پاکستان له دولته غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د تورخم، بولدک، انگور اډه او غلام‌ خان سرحدي دروازې بیرته پرانیزي، څو افغان کډوالو ته د باعزته او منظم ستنېدو زمینه مساعده شي. په دې بیان کې همداراز غوښتنه شوې چې د جبري ایستنو لړۍ دې تر لنډمهاله وخته بنده شي، څو د کډوالو لپاره د انساني شرایطو ایجاد ته فرصت برابر شي.

د طالبانو ادارې پر ملګرو ملتونو پورې اړوند د کډوالو عالي کمیشنرۍ او نورو نړیوالو ادارو هم غږ کړی چې د یوې احتمالي بشري غمیزې د مخنیوي لپاره دې عاجله او مؤثره همکاري پیل کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button