دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

په غزه کې د جګړې له پیله د وژل شویو شمېر نږدې ۷۰ زرو ته رسېدلی

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت په غزه کې د نوې شمېرې په خپرولو سره ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو د پوځي بریدونو له پیله، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه پیل شوي، تر دې دمه ۶۹٬۷۸۵ تنه وژل شوي دي.

دا وزارت زیاتوي چې په دغه موده کې ټولټال ۱۷۰٬۹۶۵ تنه ټپیان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د وروستۍ یوې شپې او ورځې په ترڅ کې د ۱۰ نورو کسانو جسدونه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، چې ۲ تنه د وروستیو بریدونو له امله وژل شوي او ۸ تنه له کنډوالو راایستل شوي دي.

د بمبارۍ دوام او د جګړې د بندولو لپاره د نړیوالو هڅو ناکامي سبب شوې چې زرګونه نور کسان لا هم تر کنډوالو لاندې ورک وي او د دوی د ژغورنې هیله ورځ تر بلې کمه شي. د بشري مرستو سازمانونه وایي چې په غزه کې بشري وضعیت تر بل هر وخته ډېر خراب شوی.

سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱ مه اوربند اعلان شوی و، خو له هغه وخته تر ننه لږ تر لږه ۳۴۷ تنه وژل شوي او ۸۸۹ نور ټپیان شوي دي. همداراز په همدې موده کې د ۵۹۶ کسانو جسدونه له کنډوالو را ایستل شوي دي. نړیوالې ټولنې له اسرائیل څخه د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه د دې بحران د پای ته رسولو لپاره کومه مؤثره هڅه نه ده شوې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button