اقتصاد

په لغمان کې د ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د زهکشي چارې پیل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ۵۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د زهکشي چارې او د ۱۲۶۰ متره اوبو لګولو کانالونو د پاک‌کارۍ بهیر پیل شوی دی. د دغه ریاست د نشراتو مسوول وايي چې د دې پروژې موخه دا ده چې له اوبو ډکې او بې‌کارې کرنیزې ځمکې ته د اوبو انتقال ترسره شي او دا ځمکې د کرنې لپاره چمتو شي. یاد ریاست زیاتوي چې د داسې پروژو پلي کول د اوبو د منابعو غوره مدیریت او د کرنیزو ځمکو د وضعیت د ښه والي لپاره اړین بلل کېږي.

د لغمان کرنې ریاست دا هم ویلي چې کله دا کانالونه پاک او ځمکې وڅیندل شي، بزګرانو ته د اوبو لګولو اسانتیاوې زیاتېږي او د اوبو د کمښت له امله رامنځته شوې ستونزې به تر یوه بریده حل شي.

که څه هم دا پروژه په ظاهري ډول د کرنې د پیاوړتیا لپاره یو مثبت ګام بلل کېږي، خو د طالبانو د ادارې د روڼتیا نشتون، اغیزمن نظارت او اوږدمهاله تګلارو کمښت له امله بزګران د داسې پروګرامونو د پایدارتیا او ریښتیني اغېز په اړه جدي اندېښنې لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button