ملګري ملتونه: د کډوالو ښځو پر وړاندې ديجېټل تاوتریخوالی په زیاتېدو دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) خبرداری ورکړی چې کډوالې ښځې لا ډېر د انټرنټي بریدونو هدف ګرځي. دغه نړیوال سازمان ویلي چې مجازي فضا د کرکې خپرولو، ښځمنضدۍ او پردۍویري لپاره یو مرکز ګرځېدلی دی.
یادې ادارې په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي، له حقیقي حقایقو سره نه برابرو معلوماتو خپرېدو دا لامل شوی چې کډوالې ښځې د انلاین تاوتریخوالي قرباني شي. دغه راز، د تخنیکي او قانوني ملاتړ نشتوالی دا وضعیت لا پېچلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په انلاین نړۍ کې د کرکې خپرېدو پر وړاندې ودرېږي او د کډوالو ښځو د حقونو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
دغه غوښتنه داسې مهال مطرحېږي چې افغان کډوالې ښځې هم د تبعیض، ګواښ او انلاین فشار له ستونزو سره مخ دي.
طالبانو په هېواد کې د بیان ازادۍ محدودولو، خبریالانو او ښځو باندې فشارونو سره، د ټولنیز وېرې خپرولو لپاره زمینه برابره کړې او دا عمل د افغان ښځو نړیوال حیثیت ته هم زیان رسولی دی.
په داسې وضعیت کې، د کډوالو ښځو پر وړاندې د انټرنټي تاوتریخوالي زیاتوالی د بشري حقونو د بحران پراخېدو په اړه یو نوی خبرداری بلل شوی دی.




