مهم خبرونهنړیوال

د ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي د ټاکلو رسمي بهیر پيل شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا او عمومي جرګه د یوې ګډې لیک له لارې د دې نړیوال سازمان د راتلونکي سرمنشي د ټاکلو رسمي بهیر رسماً پيل کړی دی. دا لیک چې د امنیت شورا د نوبتي مشر، سیرا لیون، له خوا لاسلیک شوی، له غړو هېوادونو غوښتي چې خپلې خوښې نوماندان معرفي کړي.

د لیک له مخې، هېوادونه هڅول شوي چې دا نظر هم له پامه ونه غورځوي چې د ملګرو ملتونو په تاریخ کې ښايي لومړی ځل وي چې یوه ښځه د دې سازمان د سرمنشي په توګه وګمارل شي. تر دې دمه هېڅ ښځه یاد مقام نه دی ترلاسه کړی. همداراز، په لیک کې د ملګرو ملتونو په مشرتابه کې د جغرافیایي متوازنې استازولۍ اهمیت ته هم اشاره شوې ده.

د روان بهیر له مخې، هر غړی هېواد یوازې د یوه کس د نوماند کولو حق لري. په دې موخه، هېوادونه باید خپلې نوماندۍ د امنیت شورا او عمومي جرګې مشرانو ته په یو رسمي لیک کې وسپاري. برسېره پر دې، نوماند باید خپل کاري پلان، د سازمان لپاره ستراتیژيک لیدلوری او مالي سرچینې هم وړاندې کړي.

که چېرې نوماند کس دا مهال د ملګرو ملتونو په رسمي جوړښتونو کې دنده ترسره کوي، نو د ممکنه ګټو د ټکر د مخنیوي لپاره باید خپله دنده موقتي پرېږدي. تمه کېږي چې د نوي سرمنشي د ټاکلو لپاره رایه ورکول د ۲۰۲۶ میلادي کال په جولای میاشت کې ترسره شي.

د اوسني سرمنشي، انتونیو ګوترش، کاري دوره د ۲۰۲۶ کال تر ډېسمبر پورې دوام کوي. تر اوسه یوازینی کس چې رسماً یې د دې مقام لپاره خپله نوماني اعلان کړې ده، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر، رافایل ګروسي، دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د امنیت شورا لخوا ټاکل کېږي او د عمومي جرګې له تایید وروسته لپاره د پنځه کلنې مودې چې تمدیدېدلی هم شي، ټاکل کېږي. که څه هم د دورو شمېر کوم محدودیت نه لري، خو تر اوسه عملاً د یوه سرمنشي دنده تر ډېره ۱۰ کاله وې. همداراز، یو نانوشته اصل دا دی چې سرمنشي باید د هغه پنځو هېوادونو له ډلې چې د وتو حق لري (امریکا، روسیه، چین، فرانسې او برېتانیې) ونه وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button