سياستمهم خبرونه

پاکستان: نور له طالبانو هیله نه لرو او پر ستراتیژیکو پلانونو کې حساب پرې نه کوو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د سه‌شنبې په ورځ، د نومبر پر ۲۵مه، له جیو نیوز سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان حکومت نور پر طالبانو هېڅ باور یا هیله نه لري او دغه ډله یې له خپلو ستراتیژیکو محاسبو څخه بهر کړې ده.

آصف ټینګار وکړ چې طالبان په تېرو دوو لسیزو کې پرته له دې چې کابل یې بیا ونیوه، بله لاسته راوړنه نه لري. هغه وویل: “نن موږ هغوی په بشپړه توګه له پامه غورځولي یو؛ له دوې نه هېڅ ښه تمه نه شته.” دغه څرګندونې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکې بې‌باورۍ او ترینګلتیا څرګند څرک دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو هم خبرې وکړې او ادعا یې وکړه چې د پاکستان پوځ هېڅ افغان ملکي وګړی نه دی په نښه کړی. هغه زیاته کړه: “موږ یوه منظم، د اصولو تابع وسله‌واله قوه یو، برعکس له طالبانو چې نه چلند، نه دود او نه دین لري.”

آصف د طالبانو له هغې ادعا سره په غبرګون کې چې ګنې غچ اخیستل یې د شریعت له مخې دي، وویل: “هغوی د کوم اسلامي قانون پیروي کوي چې کلونه کلونه د ګاونډي په خاوره کې پناه اخلي او بیا وینه تویوي؟ دا شریعت چې یادونه یې کوي، د هغوی د ذهن جوړښت دی او له د پیغمبر اسلام له سنت سره هېڅ اړخ نه لګوي.”

نوموړي د طالبانو ګواښونه صرف لفاظي وبلل او خبرداری یې ورکړ چې پر دغه ډله باور کول یوه نه جبیره کېدونکې ستراتیژیکه تېروتنه ده. هغه وویل: “له دې ډلې سره د وعدو پر بنسټ باور کول تر ټولو ستره حماقت دی.”

آصف د مرکې په بله برخه کې د سیمې پر سوداګریزه وضعه هم رڼا واچوله او ویې ویل که طالبان وغواړي له هند سره مستقیمې سوداګرۍ ته لاړ شي، پاکستان به مداخله نه کوي: “په پای کې دا توکي زموږ بازار ته راځي.”

د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه د ترکیې، ایران او قطر په څېر د سیمې د هېوادونو د منځګړیتوب اهمیت هم یاد کړ او ویې ویل چې دا هېوادونه له ثباته ګټه اخلي او سولې به د افغان ولس ترڅنګ ګاونډیانو ته هم د کار موندنې فرصتونه رامنځته کړي.

د آصف په وینا، که حالت همداسې دوام وکړي، د طالبانو اداره به افغانستان د سقوط تر څنډې ورسوي. هغه خبرداری ورکړ که دا ډله همداسې عمل ته دوام ورکړي، سیمه‌ییز هېوادونه به د مداخلې ته اړ شي او طالبان به بشپړ انزوا ته ولاړ شي، چې دا به له هغوی لپاره، د هغه په باور، د حتمي سقوط لامل شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button