ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

د ملګرو ملتونو استازي په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي د ډېرېدو خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي د سه‌شنبې په ورځ د قوس په څلورمه، په یوه خپره کړې پیغام کې ویلي دي چې د افغانستان ښځې او نجونې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او له انساني کرامت څخه د برخمنېدو سزاوارې دي، او پر دوی روان تاوتریخوالی باید نوره ونه منل شي. هغه په دې ټینګار کړی چې «عدالت ته لاس‌رسی یو امتیاز نه، بلکې یو اساسي حق دی»، او د افغانستان د ښځو پر اوسنۍ وضعه یې خواشینې ښودلې ده.

ریچارد بېنت همدا راز، د ماشومانو ودونه او اجباري واده‌ییزې اړیکې جرمونه بللي، او د دغو کړنو د ژر تر ژره درولو غوښتنه یې کړې ده. وروسته له هغه چې طالبان واک ته رسېدلي، په یو شمېر سیمو کې یو ځل بیا اجباري او د عمر له پلوه غیرقانوني ودونه ډېر شوي دي.

همداراز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ۴۰ سلنه زیات شوی دی. یوناما زیاتوي چې شاوخوا څلورلس میلیونه ښځې او نجونې اوس مهال عاجلو مرستو او بشردوستانه ملاتړ ته اړتیا لري.

طالب چارواکي، چې له زده‌کړو، کار او عامه پرېکړو کې له ګډون څخه د ښځو پر شړلو سره یې هغوی له ټولنې نوره هم منزوي کړې دي، له نړیوالو د جدي انتقادونو سره مخ دي. ملګري ملتونه له طالبانو غوښتنه کوي چې له تبعیضي سیاستونو لاس واخلي او د ښځو او نجونو اساسي حقوق بېرته ورکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button