ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

په افغانستان کې د ژمي په درشل کې د لوږې د بحران د پراخېدو اندېښنه

د خوړو نړیوال پروګرام او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د یوې نوې خبرتیا له مخې، په هېواد کې د لوږې بحران په پراخېدو دی. د ژمي له رسېدو سره، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، یوه داسې وضعه چې افغانستان د نړۍ په کچه د سختې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو له پلوه په څلورم مقام کې درولي دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د اړمنو افغانانو سره د مرستو رسولو لپاره د همکارو نهادونو هڅې ستایلې دي، خو ټینګار یې کړی چې لا هم بشري مرستو ته زیاته اړتیا شتون لري. دغه اداره خبرداری ورکړی که چټک اقدام و نه شي، نو د یوې جدي بشري فاجعې د رامنځته کېدو خطر شته.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر نړۍ ته په یوه پیغام کې ویلي چې ښځې او ماشومان د لوږې د زیاتېدونکي بحران پر وړاندې تر ټولو زیان منونکي قشرونه دي. دغه اداره له نړېوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې دوامدارې وساتي او پراخې کړي، څو له وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.

که څه هم طالبان د هېواد پر سرچینو او واک واکمني لري، خو تر دې دمه یې نه دي توانیدلي چې د فقر او لوږې د کمولو لپاره یوه پایدار حل لاره وړاندې کړي. د اغېزمنو پلانونو نشتوالی، پراخ فساد او د خلکو اساسي اړتیاوو ته نه پاملرنه له لورې د طالبانو ادارې روان خوړو بحران لا سخت کړی دی.

نړیوالې مرستندویه ادارې ټینګار کوي چې د لوږې د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې جدي مشارکت حیاتي دی. په دې لړ کې، د طالبانو د ادارې پر مسؤلیت نیوکې زیاتې شوې دي، ځکه د دوی ناکام سیاستونه تر ټولو زیان منونکي خلک له لوږې او مرګ سره مخ کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button