اردن: اسرائیل تر ټولو زیات له ۵۰۰ ځله د غزې اوربند مات کړی

اردن وايي چې اسرائیلي رژیم تر اوسه له ۵۰۰ زیات ځل د غزې په نوار کې د اوربند هوکړه نقض کړې ده؛ یوه موضوع چې د سیمې نازک ثبات یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدی د یکشنبې په ورځ (د نومبر ۲۵مه) وویل چې هېواد یې لا هم د غزې جګړې د پای ته رسولو او سیمې د ثبات لپاره هڅې کوي. هغه خبرداری ورکړی چې روان وضعیت نه یواځې دا محاصره شوې سیمه لا نور هم ورانوي، بلکې اړمنو ته د بشري مرستو لېږل هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
الصفدی د غزې د بیا رغونې او د دغه ځای د اوسېدونکو د عادي ژوند د بېرته راګرځېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ولس مرستې ته شته امکانات کافي نه دي. هغه زیاته کړه، د اوربند دوامداره نقض د مرستو رسولو او ثبات د تامین پر وړاندې لوی خنډ دی.
په همدې حال کې، د حماس ډلې ویاند حازم قاسم د اوربند دویم پړاو ته د رسېدو لاره پېچلې بللې او اسرائیل یې په دوامداره توګه د تړونونو په ماتولو تورن کړی.
قاسم ویلي، حماس خپل ژمنې عملي کړې دي، خو اسرائیل څو ځله له خپلو ژمنو سرغړونه کړې ده؛ یوه مسله چې دغه غورځنګ د قاهره د خبرو اترو پر مهال نړیوالو منځګړو ته خبر ورکړی.
په داسې حال کې چې د غزې بېثباتي ورځ تر بلې زیاتیږي، نړیواله ټولنه او بشري حقونو ادارې سمدستي اوربند او د انسانې مرستو د اسانتیا غوښتنه کوي، خو د اسرائیلي رژیم اقداماتو دا غوښتنې له پامه غورځولي دي.




