سياستمهم خبرونه

۹۱۵ جریب ځمکه په غزني کې دولتي اعلان شوه

د طالبانو د ادارې د عدليې وزارت اعلان کړی چې ۹۱۵ جریب ځمکه، چې د غزني ښار په پنځمه ناحیه کې د «سلطان محمود غزنوي» ښارګوټي پورې اړه لري، د اسنادو او مدارکو تر دقیقې ارزونې وروسته د دولتي ځمکې په توګه تثبیت شوې ده. دا پرېکړه د مرکزي زون د غصب شويو ځمکو د قضیو د ځانګړې محکمې له خوا شوې ده.

د دې وزارت په وینا، تر حکم وړاندې کېدو مخکې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون قضیه څېړلې وه او وروسته یې د قانون د اووه‌لسمې مادې له مخې دوسیه ځانګړې محکمې ته سپارلې وه.

د طالبانو د ادارې چارواکي وایي چې د امارتي په نوم د ځمکو د تثبیت او بېرته ترلاسه کولو بهیر په ټول هېواد کې په جدي توګه روان دی. خو له دې سره، په ورته قضیو کې تل د اسنادو د څېړنې د بهیر د شفافیت، د زیانمنو شویو کسانو د عدلي مرحلو ته د لاسرسي او د سیمه‌ییزو اوسېدونکو د حقونو د تضمین په اړه اندېښنې شته؛ هغه موضوع چې د اړوندو ادارو له خوا د لا زيات وضاحت او ځواب‌وېنې غوښتنه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button