د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

۷۵ کډوالې کورنۍ له درې پولو افغانستان ته راستانې شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۱۸مه، ۷۵ کډوالې کورنۍ له بېلابېلو پولو افغانستان ته راستانې شوې دي. د باختر آژانس د معلوماتو له مخې، ۳۸ کورنۍ د نیمروز ولایت د ابریشم له پلې، ۱۵ کورنۍ د هرات له اسلام‌قلعې او ۲۲ کورنۍ د کندهار ولایت د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اونیو کې د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر ډېر شوی دی. دوه ورځې مخکې هم راپور ورکړل شوی و چې له زر ډېرې کورنۍ افغانستان ته راستانې شوې دي؛ هغه شمېرې چې د بېرته ستنېدونکو د استوګن ځای او معیشت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې، یوازې ۱۱ سلنه بېرته ستنېدونکي دندې لري؛ دا موضوع د عودت شویو کورنیو لپاره جدي اقتصادي ستونزې روښانه کوي. ډېری دا کورنۍ په داسې حال کې هېواد ته ستنېږي چې افغانستان له بې‌روزګارۍ او د کار د فرصتونو له کموالي سره مخ دی.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال د ایران او پاکستان له خاورې هېواد ته ستنېدلي دي. عرفات جمال، په افغانستان کې د نړیوالې کډوالۍ سازمان استازي مخکې ویلي و چې له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې ۵.۴ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي چې ډېر یې د ایران او پاکستان له لوري وو.

سره له دې چې د بېرته ستنېدونکو شمېر زیات شوی، د طالبانو اداره تر دې دمه د دې کورنیو د کار، زده‌کړو او بنسټیزو خدماتو د ځای پرځایینۍ لپاره روښانه او د تطبیق وړ پلان نه‌دی وړاندې کړی؛ دا هغه مسله ده چې د هېواد د مسؤولو بنسټونو او نړیوالې ټولنې جدي پاملرنه غواړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button