دریوشو هیوادوالو ۶۲ کورنۍ له درې پولو څخه افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ، د حوت ۲۳مه، ۶۲ کډوالې کورنۍ له بېلابېلو سرحدي لارو بېرته افغانستان ته راستانې شوې دي. د باختر خبري اژانس په وینا، دا کورنۍ له نیمروز د پُل ابریشم، له هرات د اسلامقلعه او له کندهار د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.
د راپور له مخې، اووه کورنۍ له نیمروز د پُل ابریشم، ۳۲ کورنۍ له اسلامقلعه د هرات او ۲۳ نورې کورنۍ له سپینبولدک د کندهار له لارې هېواد ته راګرځېدلې دي. دا بندرونه د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د افغان مهاجرینو د تګ راتګ مهمې لارې بلل کېږي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې یوازې ۱۱ سلنه بېرته راستنېدونکي کسان کار لري؛ دا موضوع د دغو کورنیو د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي. د مهاجرت چارو کارپوهان څو ځله خبرداری ورکړی چې د دندو نشتوالی او د لومړنیو خدماتو کمښت د بېرته راستنېدونکو د ادغام بهیر له ستونزو سره مخ کوي.
د دې دوې ورځې وړاندې هم له ۷۰ څخه زیاتې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې وې. همداراز، ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
عرفات جمال، چې په افغانستان کې د نړیوالې کډوالۍ سازمان استازی دی، د دلوې په میاشت کې په یوه خبري ناسته کې ویلي وو چې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې ۵.۴ میلیونه کسان افغانستان ته راغلي، چې ډېری یې له ایران او پاکستان څخه دي. خو لا هم روښانه نه ده چې د طالبانو اداره د دغو کورنیو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کار، استوګنځای او ټولنیزو خدمتونو کې کوم منظم او اوږدمهاله پلان لري.




