په کندز کې ۵۰ ښځې له مسلکي روزنیزو کورسونو فارغې شوې

د کندز ولایت د مرستون ریاست اعلان کړی چې پنځوس بېبضاعته ښځې د پنځه میاشتو مسلکي روزنیز پروګرام له پای ته رسېدو وروسته فارغې شوې دي. د مسوولینو په وینا، هرې یوې ښځې ته ۴۶ زره او ۵۰۰ افغانۍ د لومړني پانګې په توګه ځانګړې شوې دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ګډونوالې د ګنډلو، د وچو مېوو د پروسس او مالدارۍ په برخو کې روزل شوې دي. د دې کورسونو هدف د ښځو لپاره د کار زمینه برابرول او د هغوی اقتصادي خپلواکۍ ته وده ورکول بلل شوي دي.
مسوولین وایي، دا نغدي مرسته د دې لپاره ورکړل شوې چې فارغ شوې ښځې وکولای شي د کوچنیو اقتصادي فعالیتونو د پیل له لارې خپل شخصي کاروبارونه جوړ کړي.
کندز د هېواد له شمال ختیځو ولایتونو څخه دی، چې یو شمېر اوسېدونکي یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دې ډول روزنیز پروګرامونه کولای شي د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.




