قولاردوی ۲۰۹ الفتح د شمال زلزلهځپلو د مرستې لپاره واستول شو

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې د قولاردوی ۲۰۹ الفتح سرتېري د شمال په زلزلهځپلو سیمو کې د بېړنیو بشري مرستو لپاره ځای پر ځای شوي دي. یاد وزارت زیاتوي چې انجینري، صحي او تخنیکي ډلې د پېښې د ارزونې او ژر مرستې لپاره سیمې ته استول شوې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د شمال زون سل بستریز سیمهییز روغتون تر دې دمه د ۱۲ تنو جسدونه انتقال کړي او ۳۵ نور ټپیان د زلزلهځپلو سیمو څخه دې صحي مرکز ته لېږدول شوي دي. په راپور کې د مرګژوبلې د دقیق ځای او د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي.
همداراز، د دفاع وزارت د سلګونه کمانډو ځواکونو او د قول اردو نورو غړو د حضور خبر ورکړی چې د تصفیوي عملیاتو او بشري مرستو په بهیر کې یې برخه اخیستې ده. سره له دې چې د زلزلهځپلو د عاجلو اړتیاوو بشپړ جزییات نهدي ښودل شوي، خو په مسکوني ساحو کې د پوځیانو دوامداره حضور دا پوښتنې راپورته کړې چې آیا طالبانو د بشري مرستو په برخه کې نظامي اقداماتو ته لومړیتوب ورکړی؟
د طالبانو اداره تر دې وړاندې هم د بحرانونو د حل لپاره پر نظامي لارو چارو تمرکز کړی، نه پر روڼ او غیرنظامي میکانیزمونو. دا تګلاره له خوا د بشري حقونو سازمانونه او نړیوالې مرستندویه ادارې اندېښمنې کړي او وايي چې ښايي د مرستو سیاسي کولو لامل شي.




