امريکا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره دوه ميليارده ډالره ورکوي؛ افغانستان او يمن پرې نه دي شامل

د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د پروګرامونو د ملاتړ لپاره دوه ميليارده ډالره ځانګړي کوي، خو افغانستان او يمن له دې مرستې څخه بهر پاتې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير، مارکو روبیو، د دوشنبې په ورځ وويل چې دا نوی مرسته ييز چوکاټ د دې لپاره ډيزاين شوی چې د ملګرو ملتونو د بشري فعاليتونو مالي بوج د امريکا او نورو پرمختللو هېوادونو ترمنځ ووېشل شي. د هغه په وينا، دا اندازه د واشنګټن د ملاتړ لومړۍ مرحله ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر (OCHA) د کلني غوښتنليک لپاره ده.
که څه هم دا اندازه د پخوانيو امريکايي مرستو په پرتله کمه ده، خو امريکايي چارواکي دا لا هم يوه سخاوتمندانه مرسته بولي او وايي چې دا به د امريکا د نړۍ د تر ټولو ستر بشري مرسته کوونکي هېواد مقام وساتي.
د افغانستان په اړه، امريکايي چارواکو د طالبانو د ادارې مداخله د بشري مرستو د وېش په بهير کې د دې هېواد د محروميت اصلي لامل بللی دی. منتقدان وايي چې دا حالت د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې د محدوديتونو او د روڼتيا د نشتوالي مستقيمه نتيجه ده، چې تاوان يې د بې وسه خلکو پر اوږو پرېوځي.
د امريکا مرستې يمن ته هم د حوثي ډلې د لاسوهنې له امله درول شوې دي. دا پريکړه په داسې حال کې شوې چې د امريکا اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنيو مرستو کچه راټيټه کړې او له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتي چې خپل پروګرامونه محدود کړي.




