مهم خبرونهنړیوال

د کولمبیا ولسمشر د امريکا د سمندري بریدونو په اړه څرګندونې وکړې

د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پېترو ویلي، د هغو تُند رفتار قایقونو یوه لویه برخه چې د امريکا د سمندري ځواکونو له‌خوا پرې برید شوی، د کوکاین پر ځای ماریجوانا لېږدوله.

د راپورونو له مخې، پېترو د امریکا د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پالیسیو ته په اشارې وویل، ماریجوانا په یو شمېر امریکایي ایالتونو کې قانوني ده او دا موضوع پوښتنې راولاړوي چې د دا ډول پوځي عملیاتو موخه او ماهیت څه دي.

پېترو زیاته کړه چې د امريکا اوسنی ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د ښی اړخي تندلارو ډلو له فشار سره مخ دی، او دا وضعیت لامل شوی چې د کولمبیا او وېنېزویلا په څېر هېوادونه د واشنګټن د سختو پالیسیو تر اغېز لاندې راشي.

د پېترو څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې لا هم په لاتینه امریکا کې د امریکا د امنیتي او پوځي تګلارو د اغېزمنتیا په اړه بحثونه روان دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button