مهم خبرونهنړیوال

د اشغال شویو سیمو د ټکنالوژۍ کارکوونکو د وتلو څپه زیاتېږي

د رسنیو راپورونه ښيي چې د ناامنۍ د زیاتېدو له امله د ټکنالوژۍ او فناوری برخې کارکوونکو له اشغال شویو سیمو د وتلو څپه لوړه شوې ده. دا بهیر تېر کال هغه مهال پيل شو چې ګڼو څو مليتی شرکتونو له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې له دې سیمو بهر دفترونو ته ولېږدول شي.

د راپورونو له مخې، د غزې جګړې له امله رامنځته شوې ناامنۍ د ټکنالوژۍ د برخې یو شمېر کارکوونکي دې ته اړ کړي چې د اشغال شویو سیمو پرېښودو او بهر مېشتېدو په اړه فکر وکړي. خبري سرچینو ویلي، شرکتونه د خپلو کارکوونکو د بهرنیو څانګو ته د لېږد غوښتنو په زیاتېدو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې، د اشغال شویو سیمو د پرمختللو ټکنالوژیو د صنعت ټولنې خبرداری ورکړی چې که دغه وضعیت دوام ومومي، نو د ټکنالوژۍ سکتور به له جدي زیان او د بشري ځواک د ثبات له لویو ننګونو سره مخ شي.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د ټکنالوژۍ برخه د صهیونستي رژيم په اقتصاد کې مهم رول لري، شاوخوا ۲۰ سلنه ناخالص کورني تولید، ۱۵ سلنه دندې او له نیمایي څخه ډېر صادرات یې له همدې برخې سره تړاو لري؛ همدغه موضوع د دغه مهاجرت د دوام په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button