طالبانو په کندهار کې د پاکستان اووه پوځي پوستې نیولي دي

د طالبانو د دفاع وزارت وايي، د «ردالظلم» په نوم د پوځي عملیاتو پر مهال د ۲۰۵ البدر قول اردو د شپږم سرحدي لوا ځواکونو په کندهار ولایت کې د پاکستان اووه پوځي پوستې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې چې د دې وزارت له لوري خپره شوې، ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې د پاکستان لسګونه پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي. تر دې دمه د پاکستان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعاوې نه دي تأیید کړي.
د طالبانو د دفاع وزارت د ادعا له مخې، د دوی ځواکونو اووه میله سپکې او درنې وسلې، اته د شپې او ورځې د لیدل کیمرې، دوه لوی مخابرې او یو شمېر مهمات هم ترلاسه کړي دي.
دا نښتې په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان او پاکستان پوله په تېرو میاشتو کې څو ځل د تاوتریخوالي شاهد وه. د دې ډول عملیاتو دوام کولای شي د پولې سیمو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د ځایي اوسېدونکو پر ژوند اغېز وکړي؛ خو طالبان تر اوسه د دغو پېښو د پایلو په اړه روښانه وضاحت نه دی ورکړی.




