د طالبانو په بلخ کې د پولیسو ۵۰۷ تنه فارغان شول

طالبانو اداره اعلان کړې چې د بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنگان ولایتونو ۵۰۷ تنه پولیس د طالبانو د عقیدتي، مسلکي او تخنیکي زدهکړو له دورې وروسته له دې ډلې د بلخ ولایت په روزنیز مرکز کې فارغ شوي دي.
دغه فراغت مراسم، چې د دقیقې نېټې یادونه یې نه ده شوې، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون ترسره شوي دي. په دې مراسمو کې قاري روحالله عبیده، د طالبانو د تعلیم او تربیې عمومي قوماندان، او شیخ محمد صابر، د بلخ د روزنیز مرکز مسئول، ګډون درلود.
د فراغت پر مهال فارغانو ته د شریعي احکامو بشپړې پيروي، د طالبانو د مشرانو اطاعت او د اسلامي بڼې مراعاتولو سپارښتنه شوې ده؛ دا چلند د طالبانو په امنیتي جوړښتونو کې د مسلک پر ځای عقیدې ته لومړیتوب ورکول ښيي.
دا ډول پروګرامونه چې د «مسلکي تربیې» تر نوم لاندې ترسره کېږي، د طالبانو د ادارې له خوا د ایدیولوژۍ پر تمرکز دلالت کوي، نه د افغانستان د ټولنې د امنیتي او تخنیکي اړتیاو پوره کولو ته.
په امنیتي جوړښتونو کې د خپلواکو بنسټونو د څارنې نشتون او له دغو جوړښتونو څخه د ابزاري استفادې ترڅنګ، د افغانستان د قانون تطبیقوونکو ادارو د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.




