طالبانو په نورستان کې له ۸ زرو زیات کیلو ګرامه قیمتي ډبرې وپلورلې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي چې د نورستان په ولایت کې یې له ۸۷۸۵ کیلو ګرامه زیاتو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پلور ته ایښي او خرڅې کړې دي.
د دې ادارې رئیس، سید رحیم عمیر، ویلي چې دا مزایده د جمعې په ورځ، د قوس میاشتې په اوومه نېټه، د دې ولایت په دوآب ولسوالۍ کې ترسره شوې چې ۵۰ تنه سیمهییز سوداګر یې برخهوال وو.
نوموړي په وینا، د یادو ډبرو ټول ارزښت ۱۱۱ میلیونه او ۵۵۷ زره افغانۍ اټکل شوی. د طالبانو د کانونو ریاست وايي، له دې مزایدې څخه تر ۱۱.۱۵۵ میلیونه افغانۍ زیاتې د مالیې په بڼه د طالبانو خزانې ته استول شوې دي.
عمیر زیاته کړې چې پلورل شوې ډبرې بیروج، کونزایت او مارګنیت دي، چې ټولې د دوآب ولسوالۍ له کانونو څخه را ایستل شوې دي.
خو له دې سره سره چې طالبان یې له دې سوداګرۍ د یوې لاسته راوړنې په توګه یادونه کوي، سیمهییز اوسېدونکي او مدني فعالان دغه ډول اقدامات د هېواد د طبیعي منابعو منظم چور بولي.
د کانونو د نظارت او شفافیت نشتون، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول په نورستان کې، اندېښنې را ولاړې کړي دي. دوی وايي چې دغه کار نه یواځې د منابعو د دوامدار مدیریت پر وړاندې خنډونه جوړوي، بلکې د ځایي خلکو له طبیعي حقونو هم زیات محروميت رامنځ ته کوي.
له هغه وخت راهیسې چې طالبانو بیا پر افغانستان واک تر لاسه کړی، هڅه کوي چې د هېواد له طبیعي زیرمو د عوایدو د سرچینې په توګه کار واخلي، خو د اساسي قانوني چوکاټ او شفافې ادارې نشتون، د خلکو او اقتصادي کارپوهانو تر منځ پراخې اندېښنې زېږولي دي.




