طالبانو د پاکستان څخه د درملو وارداتو درېدو اعلان وکړ

طالبانو اعلان کړی چې د پاکستان څخه افغانستان ته د درملو واردات به يوازې تر درې مياشتو پورې دوام وکړي او له هغې وروسته به دا لړۍ په بشپړه توګه بنده شي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو اونيو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د پولې تړلو له امله ډېر تاوتريخوالی منځ ته راغلی.
د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د عقرب په ۲۱مه، په يوې رسمي غونډه کې د مالیې وزارت ته امر کړی، چې د يادې مهلې له پای ته رسېدو وروسته، د پاکستاني درملو لپاره هيڅ وارداتي جوازونه صادر نه کړي. هغه د دې پرېکړې دلیل دا ښودلی چې د پاکستان وارداتي درمل له ټیټې کيفيت څخه برخمن دي او د هېواد د روغتيايي نظام لپاره يوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.
نوموړي له هغو شرکتونو او سوداګرو چې په درملو کې فعال دي، غوښتي چې په دې درې مياشتنۍ موده کې له پاکستاني طرفونو سره خپل مالي حسابونه او قراردادونه پای ته ورسوي او د نورو بديلو لارو لټه او تنظيم وکړي.
دا پرېکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسني کړکېچ په فضا کې نيول شوې ده. په وروستيو اونيو کې د تورخم او سپينبولدک په څېر سرحدي لارې د سياسي او امنيتي اختلافاتو له امله تړل شوې، چې پراخو اقتصادي او بشري اغېزو ته يې لاره هواره کړې.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګوونې خونې رئيس ګلمراد عرب ويلي چې یوازې د تورخم له لارې د سوداګرۍ بندېدو په يوازې دغه يوه لاره کې هره ورځ شاوخوا ۲.۵ میلیونه ډالره اقتصادي تاوان اړولی دی. د هغه په وينا، افغان سوداګر خورا سخت فشارونه زغمي، ځکه دا مهمه تجارتي لار بنده ده.
اوسمهال ځینې سرحدي لارې يوازې د افغان مهاجرو د بېرته ستنېدو لپاره پرانېستل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه تبادله نږدې پوره درېدلې ده. په دا ډول شرايطو کې، د پاکستان نه د درملو وارداتو بندېدل به د هېواد د روغتيايي سکتور لپاره بله ضربه وي، په تېره بيا چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتيايي زيربناوې ډېرې نازکې دي.




