د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه
په اسلاماباد کې د افغانستان ۲۰ تنه اتباع نیول شوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان ۲۰ تنه اتباع په اسلاماباد ښار کې نیولي دي. دا نیونې د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د څو پلټنو د عملیاتو په ترڅ کې تر سره شوې دي.
د «دی نیشن» ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ، د حوت په څلورمه، لیکلي چې دا کسان د اته جلا عملیاتو وروسته پېژندل شوي او بیا توقیف ځای ته انتقال شوي دي. د دوی د استوګنې حالت او راتلونکي برخلیک په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
د راپور له مخې، د پاکستان پولیسو ویلي چې د افغان کډوالو پر ضد به لا هم نور اقدامات او عملیات ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه شوې او دا حالت د کډوالو د کورنیو اندېښنې زیاتې کړې دي.




