پاکستان کې د ۱۵۳ افغان مهاجرو خوشې کېدل

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي چې ۱۵۳ افغان مهاجر د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د دې ریاست د خبرپاڼې له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۶مه خپره شوې، دغه کسان له دوو ورځو تر نږدې دوو میاشتو پورې په بند کې تېر کړي او د اړینو قانوني مرحلو تر بشپړېدو وروسته هېواد ته بېرته استول شوي دي.
په عین حال کې راپورونه ښيي چې د پاکستان پولیس د افغان کډوالو د نیولو کچ لوړه کړې ده؛ دا اقدام د کډوالو د کورنیو او د بشري حقونو د بنسټونو پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.
ځايي سرچینې او عیني شاهدان وايي چې په ځینو مواردو کې د پاکستان پولیس له نیول شوو مهاجرو څخه پیسې اخلي او باجګیري کوي؛ دا تورونه له مخکې هم مطرح شوي خو تر اوسه یې روښانه ځواب نه دی ورکړل شوی.
له دې وړاندې، د بخښنې نړېوال سازمان له شهباز شریف، د پاکستان له لومړي وزیر څخه غوښتي وو چې د افغان مهاجرو غیرقانوني نیونې ودروي او له هغوی سره د بشري حقونو له اصولو سره سم چلند وکړي.




