ټولنه‌یزمهم خبرونه

د ۱۴۰۵ تعلیمي کال رسمي پرانیسته په بګرامي ولسوالۍ کې وشوه

د کابل ولایت د معارف ریاست اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ تعلیمي کال رسمي پرانیسته د پنجشنبې په ورځ، د حمل په شپږمه نېټه، د سهار په نهه بجو، د دې ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې ترسره شوې ده. د دغې غونډې په مراسمو کې د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکو، اړوندو ریاستونو مسوولینو، دیني عالمانو، استادانو او میلمنو ګډون کړی و.

د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، دا پروګرام د نوي درسي کال د پرانستلو په موخه په رسمي ډول جوړ شوی و. تر اوسه پورې د نوي کال د تعلیمي پروګرامونو او یا د نصاب او د مکاتبو د جوړښت د بدلون په اړه د طالبانو له‌خوا نور جزیات نه دي خپاره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده‌کړو د دوامداره محدودیت موضوع د کورنیو او تعلیمي بنسټونو لپاره لا هم یوه جدي اندېښنه ده. سره له دې چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه کورني او نړيوال غوښتنې څو څو وارې شوي دي، خو د طالبانو اداره تر اوسه په دې برخه کې کوم عملي اقدام نه‌دی کړی.

د افغانستان تعلیمي نظام په وروستیو کلونو کې له پراخو ننګونو سره مخ شوی، چې پکې د درسي اسانتیاوو کمښت، د کورنيو اقتصادي ستونزې او د طالبانو له‌خوا وضع شوې محدودیتونه شامل دي. دا ستونزې د میلیونونو زده‌کوونکو، په ځانګړي ډول د نجونو، د زده‌کړې راتلونکی له ابهام سره مخ کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button